IQNA

 د حسینی او عباسی آستانونو د خادمانو له خوا د امام حسین دشهادت اومه ورځ ولمانځل شوه

15:57 - July 27, 2024
د خبر لمبر: 3489596
ایکنا – د حسینی او عباسی مقدسو آستانونو  خادمانو د زمري دمیاشتې په دریمه  نیټه  چارشنبې ورځې چې دمحرم د میاشتې اولسمه ورځ او د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو د شهادت اومه ورځ کیږي، په پرتم سره ولمانځله.

ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ،  د عباسي مقدس آستان سره اړونده د ساداتو  خادمانو د یونټ له پرسنلو څخه بدري مامیثه ووئيل، دحسیني او عباسي آستانونو خادمانو تل د حضرت امام حسین علیه السلام پشمول له اهل بیت علیهم السلام سره اړونده مناسبتونو د احیالء لپاره  خپلې ټولې هڅې  کارولي دي

هغه په دوام کې ووئيل،  دحسیني اوعباسي آستانونو د خادمانو دعزادارۍ دسته  په مرثیه وئيلو  او له بین الحرمیّن څخه په تیریدا سره ، د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام له مقدس صحن څخه  د حضرت امام حسین علیه السلام  مقدس حرم ته داخله شوه او په هغه مقدس حرم کې ئې د ویر او ماتم مجلس ترسره کړ.

د حسینی مقدس آستان  د تولیت او منجور سلاکار فاضل عوز هم روښانه کړې ده ، دحسیني او عباسي مقدسو آستانونو خادمانو تل د کال په اوږدو کې د اهل بیت علیهم السلام په ځانګړو مناسبتونو کې  دعزادارۍ دستې جوړې کړي دي او  د عزادارۍ وروسته دسته  د حضرت امام حسین علیه السلام د اومې ورځې  ددرنښت په خاطر جوړه شوې ده . دغه سنتي دستورې  شل کاله مخکې د حسینی او عباسي مقدسو آستانونو  پّوسیله پیل او اجرا شوي دي.

ایکنانیوز ددغې دستې او عزادارۍ د دستورو په باب یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4228420

  

captcha